برښنا ليک
قسم دی ها زړه ونه مې زښت ډېره ياديږي
چې مور به ويل پيريان پکې جرګې لره ټوليږي
چې ما او تاته جوړه ترې د مينې سيپاره وه
د توت هغه شاغوټه چې له لرې راښکاره وه
ترې لاندې مو چې ټکنده غرمه کې مېلمستيا کړه
شړومبې به تا راوړې وې او ما به ډوډۍ غلا کړه
ادې به په نارو د ډوډۍ خورئ شوه ستړې ستړې
خو زموږ نه د نانځکو کورکي وه لوږه وړې
هغه ورځ دې ياديږي چې په سرو سترګو ژړل دې
مېره مې دي نانځکې رانه پټې دا ويل دې
سپېرو چاودو غومبرو کې دې اوښکې لارې، لارې
زما نه يې ورکې کړې وې ماشومې لارې چارې
ما پړنګ وهل او غبرګه مې له تا سره ژړا کړه
“سلګۍ” سلګۍ، سلګۍ کې مې له تا سره سلا کړه
راځه چې نن پخپلو کې نانځکې سره وکړو
شاګی او ناوکۍ به شو او نور به څه او څه کړو
سلګۍ دې شولې غلې نرۍ شونډې دې موسکۍ شوې
دوه سترګې دې باران باندې نمجنې توتکۍ شوې
ستا هوکړې سره سم مې ويل چې ځم بېرته راځمه
د ګل بابا له بڼ نه دنداسه درته راوړمه
په لار کې مې له کوره ستالفۍ کاسه کړه غلې
کې تشه مې کړه ټوله د بېګا شپې خيشته کړې
تا سرې په دنداسه کړې شونډې تورې دې وې سترګې
زما مخ سپېره مېره وو ځلېدلې پکې سترګې
بيا څنډه د ټيکري دې اننګو باندې کړه تېره
پدې دې ماته ياده کړله چاره رانه هېره
لستوڼی مې په ناړو کړ او مخ باندې اخته شوم
ما ويل چې اوس به څومره ښايستوکی او سيکه شم
تا کړس خندا کې ويل مخ دې تک سور لکه بيزو شو
ما ويل ګوره دا ستا خو لکه حسن د درخو شو
جوړه مو جوړه نه وه لا نګريزې خيشتې نه وې
سندرې لا پيل نه وې او چا ډزې کړې نه وې
هلک نری چنار ته لا يو څه مهال وو پاتې
چې يوناڅاپه غږ شو، خدای دې ورکه کړه ميراتې
مېره دې په کوڅيو کې منګولې کړلې خښې
زما په سر او ډډو يې هم څپېړې کړلې يخې
همهغه مو بېلتون وو چې دا نن يې شلم کال شو
جومات کې مو د مينې چې دېره سپېره دجال شو
اوس ښکاري چې دجال، د عشق وليانو دی شړلی
د مينې شپېلۍ نه زده، ښاپېريانو دی شړلی
ها تېرې ښې شېبې لکه پرون غوندې رايادې
ته وايه ستا ياديږي که هر څه دي درنه پاتې
کېدای شي بيا دې هوکړې سره بېرته راژوندۍ شي
ها غلې او ماشومه مينه شرنګ وهي شپېلۍ شي
منم چې دا يورپ دی خو زما سره لا شته ده
څه داسې دنداسه چې د ها تېرې نه ښايسته ده
يوه د غزل ټولګه سيپاره زموږ د مينې
کې نغښتې ده ماشومه ننداره زموږ د مينې
راځه چې ها ماشومې دنياګۍ ته بېرته لاړ شو
دا دنګې ماڼـۍ خوشې کړو کيږدۍ ته بېرته لاړ شو
خبر يم ها زړه ونه لا دنګه ده لا شنه ده
خو پرته زما او ستا نه يې ښايسته بشره سپېره ده
د کډې آس مې زين دی د دوهم وري په تمه
بس تم يم که په لور د وطن ځې راسره سمه
***
شېبې شولې کلونه برېښنا ليک ته په کتلو
ځواب کې دومره ځنډ شو چې مې ساه شوه وتلو
موده د انتظار که څه اوږده وه خو خوږه وه
بس کټ مټ لکه سوځنده تودوخه کې روژه وه
ځواب کې مې سلګۍ، سلګۍ تر لاسه کړې سلګۍ نه
په برخه مې يوه نوا هم نشوه له شپېلۍ نه
کمکۍ ژبه د مينې مې ماشومه ګونګۍ ښه وه
له دې چټې سلګۍ نه ها سپېره ناوکۍ ښه وه
د وري ٢٢مه ١٣٨٥ لمريزلېږديز کال